په جوزجان کې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ ریاست خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په شبرغان ښار کې د کورنیو تولیداتو او صنعتي توکو دویم نندارتون پرانیستل شوی دی. دغه نندارتون چې د وږي په لومړۍ نېټه پرانیستل شوی، د روانې میاشتې تر ۳مې نېټې به دوام وکړي. د کندوز ۳۵ کلن احمدالله (مستعار نوم) افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل، د اګست په ۱۴مه له کوره روان شوی او له ۱۲ ورځو سختو او ستونزمنو سفرونو وروسته، د پیسو په بدل کې کراچۍ ته رسېدلی دی. هغه وویل، افغانانو ته د پاکستان ویزې نه ورکول کېږي او له همدې امله اړ کېږي چې په سختو او قاچاقي لارو پاکستان ته ولاړ شي. احمدالله وویل، کورنۍ یې له پخوا په کراچۍ کې د کډوالۍ ژوند کولو، دی هم هلته زېږېدلی او لوی شوی او ډېره برخه ژوند یې په کراچۍ کې تېر کړی دی. د هغه په وینا، بل هېواد ته د تلو زمینه نه لري او د ژوند او کار لپاره بېرته کراچۍ ته ستون شوی دی. هغه پاکستان ته د تګ د لارې په اړه وویل، له خپلو درېیو کوچنیانو سره یې په بولدک کې د چمن له لارې د تېرېدو لپاره پیسې ورکړې: «د هر کوچني پر سر مې ۳۰زره کلدارې او زما نه یې ۵۰زره کلدارې اخیستې دي». هغه وويل ګڼ کسان دي چې…
Quick facts
Timeline
-
AF International
په جوزجان کې د کورنیو تولیداتو دویم درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو
Sources
Afghan sources
په جوزجان کې د کورنیو تولیداتو دویم درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو