EnglishPoliticsافغانستانبلخ

په شمالي ولایت جوزجان کې د کورنیو تولیداتو او لاسي صنایعو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو نور حال په راپور کښې لرو

DevelopingPoliticsبلخ1 SourcesUpdated: 2026-08-24 07:35:43🎙 Listen to radio

زمونږ خبریال راپور راکړی چارواکي وایي، موخه یې د کورنیو تولیداتو پیاوړتیا او د پلور لپاره د بازار موندل دي. دا نندارتون د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان کې جوړ شوی دی. د نندارتون جوړونکی مصطفی وایي، په دې نندارتون کې په ټولیز ډول اتلس غرفې ایښودل شوې وې، چې د کورنیو تولیداتو او لاسي صنایعو د برخو لپاره جلا جلا غرفې موجودې وې. مصطفی له پانګه‌والو او سوداګرو وغوښتل چې د تولیدونکو او صنعت‌کارانو ملاتړ وکړي، تر هغې چې دوی پر مخ ولاړ شي. د نندارتون یو بل جوړونکي مولوي نیازمحمد تواب بیا سوداګر او پانګه‌وال وهڅول چې په جوزجان کې، چې د انرژۍ پراخې زېرمې لري، پانګونه وکړي او خلکو ته د کار کولو زمینې برابرې کړي. د جوزجان والي مولوي محمد اسماعیل راسخ د دې نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې وویل، ستاسو دا خوارۍ د دې ښکارندويي کوي چې موږ او تاسو د ځان‌بسیاینې پر لور ګامونه پورته کوو. دې نندارتون کې برخه اخیستونکو تولیدوونکو د دا ډول نندارتونونو جوړول د صنعت د ودې او پرمختګ لپاره ګټور وبلل، خو وایي، د کورنیو تولیداتو د ودې او بازار موندنې لپاره دې پر نورو لارو هم غور وشي. په روان کال کې د کورنیو تولیداتو دا لومړنی نندارتون دی چې د افغانستان په شمال کې له بلخ ولایت وروسته په جوزجان کې جوړېږي. د نندارتون جوړوونکي وایي،…

Quick facts

Locationبلخ
TopicPolitics
Sources1
Updated2026-08-24 07:35:43

Timeline

  1. Parstoday

    په شمالي ولایت جوزجان کې د کورنیو تولیداتو او لاسي صنایعو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو نور حال په راپور کښې لرو

Sources

External sources

ParstodayPS
2026-08-24 07:27:26

په شمالي ولایت جوزجان کې د کورنیو تولیداتو او لاسي صنایعو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو نور حال په راپور کښې لرو

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button