HealthKabulافغانستانپښتو

ننګرهار کې پر نشه د روږدو کسانو د درملنې لپاره د زرو کټونو مرکز پر فعالیت پیل وکړ.

روان خبرHealthKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-24 07:40:51🎙 راډیو واورئ

زمونږ خبریال راپور راکړی چارواکي وایي، په دې مرکز کې به پر ختیځو څلورو ولایتونو سربېره د هېواد د نورو سیمو د روږدو کسانو درملنه هم کېږي. دا مرکز د جلال‌اباد ښار ختیځ ته په شل کیلومترۍ کې د غازي امان‌الله خان په ښارګوټي کې موقعیت لري. د ننګرهار امنیه قوماندان مولوي محب‌الله حماس د دې مرکز د فعالیت د پیل په مراسمو کې وویل، د مشرتابه د حکم له مخې په هر ولایت کې پر نشه د روږدو کسانو د درملنې په موخه روغتونونه جوړ شوي، چې په ننګرهار کې موږ د زرو کټونو روغتون د فعالیت د پیل شاهدان یوو. تر دې وړاندې د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست په چوکاټ کې د روږدو کسانو د درملنې په موخه د یو سل او پنځوس کټونو روغتون فعالیت کاوه، خو د روږدو کسانو د شمېر زیاتوالي له امله به ډېر روږدي کسان د درملنې په موخه پلازمېنې کابل ته لېږدول کېدل. د مهمند درې ولسوالۍ قومي مشر ملک دریاخان د دې مرکز د فعالیت پر پیل خوښي وښوده، خو وایي، امنیتي ځواکونه باید تر هر څه لومړی د نشه‌یي توکیو د تولیدونکو او قاچاق وړونکو سره حساب کتاب وکړي. د شینوارو یو قومي مخور فرمان‌ګل وایي، په دې وروستیو کې د شینوارو په سیمو کې هم د روږدو کسانو شمېر مخ پر ډېریدو و، چې د دې روغتون په…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعHealth
سرچینې1
تازه شوی2026-08-24 07:40:51

مهالوېش

  1. Parstoday

    ننګرهار کې پر نشه د روږدو کسانو د درملنې لپاره د زرو کټونو مرکز پر فعالیت پیل وکړ.

سرچینې

External sources

ParstodayPS
2026-08-24 07:34:46

ننګرهار کې پر نشه د روږدو کسانو د درملنې لپاره د زرو کټونو مرکز پر فعالیت پیل وکړ.

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button