KabulSportsافغانستانپښتو

میدان‌وردګو کې د شپږو ولایتونو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې — Pajhwok

روان خبرSportsKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-24 09:18:43🎙 راډیو واورئ

غزني (پژواک، ۲ وږی ۱۴۰۵): میدان‌وردګو کې د شپږو ولایتونو د ۳۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ، چې یوه اونۍ مخکې پیل شوې وې، د جلرېز منتخبې لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې. د میدان‌وردګو د المپیک او بدني روزنې امر ذبیح‌الله وهاج وایي، دغه سیالۍ د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري، د «ملي سټېل» په مالي ملاتړ، د کابل، لوګر، غزني، لغمان، ننګرهار او میدان‌وردګو د ۳۶ لوبډلو ترمنځ ترسره شوې. وهاج وایي، د سیالیو موخه د والیبال ودې ته زمینه برابرول، د ځوانانو ترمنځ د دې لوبې د لېوالتیا زیاتول او د ورزش له لارې د ورورولۍ او سالمې سیالۍ پیاوړتیا وه. د هغه په خبره، د سیالیو په پایلوبه کې د جلرېز منتخبې او حاجي جاوېد لغمان لوبډلو ترمنځ سیالي وشوه چې جلرېز منتخبې لوبډلې سیالې لوبډلې ته ۳ ـ ۰ ماته ورکړه او اتلولي یې خپله کړه. دی زیاتوي، د ورته سیالیو دوام کولی شي د ولایتونو په کچه د والیبال د ودې او د نوو استعدادونو د راڅرګندېدو زمینه نوره هم برابره کړي. ورته مهال، لوبغاړي د دې سیالیو ترسره کولو له امله خوښ دي او وایې چې لا پراختیا دي ور کړل شي. یوه لوبغاړي فرید وویل: «دا سیالۍ د ځوانانو لپاره ښه فرصت و؛ له بېلابېلو ولایتونو سره مو سیالۍ وکړې او ډېرې تجربې مو ترلاسه کړې.» بل لوبغاړی محمد عثمان وایي،…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعSports
سرچینې1
تازه شوی2026-08-24 09:18:43

مهالوېش

  1. Pajhwok

    میدان‌وردګو کې د شپږو ولایتونو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-24 13:48:02

میدان‌وردګو کې د شپږو ولایتونو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button