د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان او پاکستان کي د پولیو د نویو پېښو راپور ورکړی دی. دغه سازمان ویلي دي چي په افغانستان کي د پولیو د وحشي ویروس د لومړي ډول (WPV1) څلور نوې مثبتې پېښې ثبت سوي دي. د دې راپور پر اساس، له دغو پېښو څخه دوې یې د هرات په شینډنډ او ادرسکن ولسوالیو کي، یوه یې د پکتیکا په ډیله ولسوالۍ کي او بله یې د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې ثبت سوې ده. د پولیو د وحشي ویروس لومړۍ بڼه (WPV1) یوازي په افغانستان او پاکستان کي خپور دی او په دې دواړو هيوادونو کي د فلج د پېښو لامل دی. دغو څلورو پېښو په ۲۰۲۶م کال کي د روغتیا نړیوال سازمان د ختیځي مدیترانې په سیمه کي د وحشي پولیو د تائید سویو پېښو ټولیز شمېر ۲۲ ته رسولی دی. له دې جملې څخه، ۱۹ پېښې په افغانستان او درې په پاکستان کې ثبت سوي دي. دغه شمېرې د تېر کال په پرتله د دواړو هيوادونو ترمنځ د پام وړ توپیر ښيي. په ۲۰۲۵م کال کي افغانستان د پولیو ۲۱ او پاکستان ۳۱ پېښي ثبت کړي وې، چي په دې توګه په سیمه کي د ټولو پېښو شمېر ۵۲ ته ورسېد. په ۲۰۲۴م کال کي افغانستان ۲۵ او پاکستان ۷۴ پېښي ثبت کړي وې. د راپور له مخي، په افغانستان کي تازه…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Dw
په افغانستان کي د پولیو نوې پېښي ثبت سوي دي