Sportsافغانستاندریغور

له هند سره د شل‌اوریزې لوبلړۍ لپاره د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې… — Pajhwok

در حال تکمیلSportsغور1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-24 11:47:02🎙 رادیو را بشنوید

د افغانستان کرکټ بورډ نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د غوراوي کمېټې د هند ملي لوبډلې پر وړاندې د راتلونکي لوبلړۍ په موخه د افغان لوبغاړو ۱۵ کسیز نوملړ غوره کړی دی. خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد شمېر لوبغاړو سربېره پکې درې احتیاطي لوبغاړو ته هم ځای ورکړل شوی دی. په دغه نوملړ کې ابراهیم ځدراڼ لوبډلمشر رحمن‌الله ګربز «ویکټ‌ساتونکی»، صدیق اتل، دروېش رسولي، عظمت الله عمرزی، ګلبدین نایب، نورالرحمن «دویم ویکټ ساتلونکی»، محمد نبي، راشدخان، ننګیال خروټی، مجیب الرحمن، نوراحمد لکڼوال، فضل حق فاروقي، نوین الحق او عبدالله احمدزی شامل دي. کرکټ بورډ لیکلي، شاهدالله کمال، فریداحمد ملک او اعجاز احمدزي ته د احتیاطي لوبغاړو په توګه ځای ورکړل شوی دی. سرچېنې زیاته کړې، دغه سیالۍ به د مهالوېش له مخې د راتلونکې سپټمبر میاشتې په ۱۳مه پیل او د همدې میاشتې تر ۱۷مې نېټې پورې به هند کې دوام وکړي. د یادونې ده، افغان لوبډله به د سپټمبر میاشتې په ۱۳مه له هند سره لومړۍ شل‌اوریزه لوبه ترسره کړي، دویمه لوبه به د سپټمبر په ۱۵مه او درېیمه لوبه به د همدې میاشتې په ۱۷مه له هند سره ترسره کړي.

اطلاعات کوتاه

مکانغور
موضوعSports
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-24 11:47:02

خط زمانی

  1. Pajhwok

    له هند سره د شل‌اوریزې لوبلړۍ لپاره د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې نوملړ اعلان شو

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-24 16:16:44

له هند سره د شل‌اوریزې لوبلړۍ لپاره د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې نوملړ اعلان شو

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button