EnglishHealthKabulافغانستان

بلخ کې تر سلو ډېر روغتیايي مرکزونه او درملتونونه تړل شوي — Pajhwok

DevelopingHealthKabul1 SourcesUpdated: 2026-08-24 12:05:23🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۲ وږی ۱۴۰۵): د عامې روغتیا وزارت وایي، په بلخ ولایت کې یې له روغتیایي قوانینو او مقرراتو د سرغړونو له امله ۱۵ درملتونونه، ۱۰ د درملو پلورنځي، ۴ روغتونونه، ۴۳ کتنځایونه، ۱۲ لابراتوارونه، دوه د ایکسرې مرکزونه، ۹ اوپي‌ډي کلینیکونه او شپږ د دودیز طبابت مرکزونه تړلي دي. د عامې روغتیا وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د بلخ عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسوولینو د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د ۲۰۷ خصوصي روغتیايي مرکزونو نظارت کړی دی. سرچینه زیاتوي چې په پایله کې یې له روغتیايي قوانینو او مقرراتو د سرغړونې له امله ۱۵ درملتونونه، ۱۰ د درملو عمده پلورنځي، ۴ روغتونونه، ۴۳ روغتیایي کتنځي، ۱۲ لابراتوارونه، ۲ د ایکسرې مرکزونه، ۹ OPD کلینیکونه او ۶ د دودیز طبابت مرکزونه وتړل شول. دغه وزارت لیکلي، همدارنګه د یاد نظارت په جریان کې ۱۵۹ قلمه له نېټې تېر او بې‌کیفیته درمل راټول او د له منځه وړلو په موخه ټاکل شوي ځای ته ولېږدول شول.

Quick facts

LocationKabul
TopicHealth
Sources1
Updated2026-08-24 12:05:23

Timeline

  1. Pajhwok

    بلخ کې تر سلو ډېر روغتیايي مرکزونه او درملتونونه تړل شوي

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-24 16:34:59

بلخ کې تر سلو ډېر روغتیايي مرکزونه او درملتونونه تړل شوي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button