Healthافغانستاندریهرات

هرات؛ له پاکستان څخه وارد شوي ۲۷ ټنه بې کیفیته کچالو له منځه… — Bakhtar

در حال تکمیلHealthهرات1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-24 12:12:23🎙 رادیو را بشنوید

Summary: په هرات کې د اسلام‌ کلا بندر د نباتي قرنطین مسوولین وایي، له پاکستانه وارد شوي ۲۷ ټنه کچالو له کتنې او معاینې وروسته له منځه یووړل شول. د هرات د کرنې ریاست د اسلام ‌کلا بندر د حفظ‌ الصحې او قرنطین عمومي مدیر روئین ‌الدین کاکړ باختر اژانس ته ویلي، چې دغه محموله بندر ته له رارسېدو وروسته د نباتي روغتیا او قرنطین د مدیریت د کارکوونکو له لوري وکتل شوه.د نوموړي په وینا، د معاینې پر مهال څرګنده شوه چې کچالو خوسا شوي او د انسانانو د مصرف وړ نه دي؛ له همدې امله، ټول ۲۷ ټنه کچالو له منځه یووړل شول.نوموړي زیاته کړې، چې دغه اقدام د فاسدو کرنیزو محصولاتو بازار ته د ننوتلو د مخنیوي، د خوراکي توکو د خوندیتوب او د نباتي افتونو او ناروغیو د خپرېدو د مخنیوي په موخه ترسره شوی دی.د اسلام ‌کلا بندر د قرنطین مسوولین ټینګار کوي، چې وارداتي کرنیز محصولات د نباتي قرنطین له مقرراتو سره سم معاینه کېږي او که فاسد یا ککړ محصولات تشخیص شي، بازار ته یې د داخلېدو مخه نیول کېږي.

اطلاعات کوتاه

مکانهرات
موضوعHealth
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-24 12:12:23

خط زمانی

  1. Bakhtar

    هرات؛ له پاکستان څخه وارد شوي ۲۷ ټنه بې کیفیته کچالو له منځه یوړل شول

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-08-24 11:06:23

هرات؛ له پاکستان څخه وارد شوي ۲۷ ټنه بې کیفیته کچالو له منځه یوړل شول

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button