Summary: د امر بالمعروف، نهي عنالمنکر او د شکایتونو اورېدلو وزارت وايي چې د دغه وزارت محتسبینو، د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د زمري میاشتې په بهیر کې د هېواد په کچه د مېرمنو ۴۷۴ بېلابېلې قضیې حل کړې دي. د یاد وزارت د معلوماتو له مخې؛ په یادو قضیو کې ۲۷۰ د کورني تاوتریخوالي، ۴۸ د ولور، ۵۶ د اجباري نکاح ګانو، ۳۷ د نفقې ورکړې، ۲۷ مېرمنو ته د شرعي نکاح زمینې برابرولو او۳۶ د طلاق قضیې شاملې وې چې رسېدنه ورته شوې ده. دغه راز د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ۶۳ کوډګر یې نیولي او د شرعي پرېکړې په موخه یې اړوندو ارګانونو ته سپارلي دي.محتسبینو همدا رنګه، په هېواد کې د سالم اقتصادي نظام د جوړولو، نرخونو د کنټرول، تاریخ تېر او بې کیفیته توکو د لمنځه وړلو او سود، احتکار او په ترازو کې د خیانت د مخنیوي لپاره؛ له سوداګرو او هټۍ والو سره ۷۶۸ اصلاحي ناستې ترسره کړې او شاوخوا ۲۳ ټنه تاریخ تېر او بې کیفیته توکي یې لمنځه وړي دي.هېره دې نه وي چې محتسبینو په یاده موده کې د یووالي د لا پیاوړتیا او د قومي او ژبني تعصباتو د مخنیوي په موخه؛ د هېواد په کچه ۵۶ لویې قومي دښمنۍ په دوستۍ بدلې کړې او ۳۰۰ بېلابېلې لویې او وړې شخړې یې حل کړې دي.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
تېره میاشت د هېواد په کچه د مېرمنو شاوخوا ۵۰۰ قضیې حل شوې دي
منابع
Afghan sources
تېره میاشت د هېواد په کچه د مېرمنو شاوخوا ۵۰۰ قضیې حل شوې دي