Kabulافغانستانامنیتپښتو

د روسیې او اوکراین متقابلو بریدونو د غلو صادرات له خنډونو سره مخ… — Pajhwok

روان خبرSecurityKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-24 12:12:35🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۲ وږی ۱۴۰۵): رویټرز راپور ورکړی چې د روسیې او اوکراین متقابلو بریدونو د تور سمندر له لارې د غلو صادرات له خنډ سره مخ کړي؛ کرملین وایي، د غلو د پر وخت لېږد لپاره یې یو شمېر تدابیر نیولي دي. رویټرز نن (دوشنبه) راپور ورکړی چې په وروستیو اوونیو کې د روسیې او اوکراین متقابلو بریدونو پر بندرونو او کښتیو د غلو د بارولو د ځینو مرکزونو فعالیت درولی او د صادراتو د اوج په موسم کې یې د لسګونو صادراتي بارونو بارول ځنډولي یا لغوه کړي دي. روسیه او اوکراین دواړه په نړۍ کې د غلو له سترو صادرونکو هېوادونو څخه دي او د دوی د غلو د صادراتو د پام وړ برخه د تور سمندر له لارې ترسره کېږي. د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف خبریالانو ته ویلي: «یو شمېر اقدامات مشخص شوي او په راتلونکي کې به نور هم پراخ شي، څو ټوله هغه غله چې د صادراتو لپاره په پام کې نیول شوې، پر وخت او په بشپړ ډول ولېږدول شي.» د راپور له مخې، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تېره اوونۍ هم تایید کړې وه چې هېواد یې د کرنیزو محصولاتو په صادراتو کې له ستونزو سره مخ دی، خو ویلي یې وو چې دغه ستونزې به حل شي. هغه دغه راز ویلي و چې په نړیوالو بازارونو کې به د غلو کمښت…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-08-24 12:12:35

مهالوېش

  1. Pajhwok

    د روسیې او اوکراین متقابلو بریدونو د غلو صادرات له خنډونو سره مخ کړي

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-24 16:40:56

د روسیې او اوکراین متقابلو بریدونو د غلو صادرات له خنډونو سره مخ کړي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button