EconomyKabulافغانستانپښتو

امریکا سوریه د ترهګرۍ د ملاتړو هېوادونو له لېسته وایسته — Pajhwok

روان خبرEconomyKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-25 04:52:23🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۳ وږی ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، امریکا سوریه د ترهګرۍ د ملاتړو هېوادونو له لېسته ایستلې ده؛ د سوریې حکومت وايي، دغه اقدام د پانګونې او د نړۍ له مالي او اقتصادي نظام سره د دغه هېواد د بیا یوځای کېدو پر وړاندې وروستی لوی خنډ له منځه وړي. رویټرز پرون (دوشنبه) د امریکا د خزانې وزارت په حواله راپور ورکړی چې دغه پرېکړه د امریکا د کانګرېس د ۴۵ ورځنۍ بیاکتنې مودې له تېرېدو وروسته عملي شوې ده. په راپور کې راغلي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روان کال د جولای په اتمه له یاد نوملړه د سوریې د ایستلو پرېکړې په اړه کانګرېس ته خبر ورکړی و. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي چې دغه اقدام د احمد الشرع په مشرۍ د سوریې حکومت د مثبتو اقداماتو او لا زیاتو ژمنو له امله شوی دی. بلخوا، د راپور له مخې، د سوریې د بهرنیو چارو وزیر اسعد الشیباني تر دې وړاندې رویټرز ته ویلي وو چې حکومت یې هیله لري چې له یاد نوملړه د سوریې ایستل به له نړۍوال مالي او اقتصادي نظام سره د دغه هېواد د بیا نښلېدو او د پانګونې زیاتېدو زمینه برابره کړي. د یادونې ده، سوریه له ۱۹۷۹ کال راهیسې د امریکا د «ترهګرۍ ملاتړو هېوادونو» په نوملړ کې شامله وه.

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعEconomy
سرچینې1
تازه شوی2026-08-25 04:52:23

مهالوېش

  1. Pajhwok

    امریکا سوریه د ترهګرۍ د ملاتړو هېوادونو له لېسته وایسته

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-25 09:19:44

امریکا سوریه د ترهګرۍ د ملاتړو هېوادونو له لېسته وایسته

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button