Kabulافغانستانامنیتپښتو

برېتانیا او فرانسې له اوکراین سره د لا ډېرې پوځي مرستې ژمنه وکړه — Pajhwok

روان خبرSecurityKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-25 05:17:14🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۳ وږی ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د برېتانیا او فرانسې مشرانو د اوکراین د خپلواکۍ د ۳۵مې کالیزې په مناسبت له کي‌یف سره د لا ډېرو پوځي مرستو ژمنه کړې ده. رویټرز راپور ورکړی چې د برېتانیا لومړي وزیر انډي برنهام د خپلې دندې له پیل وروسته په خپل لومړني بهرني سفر کې پرون (دوشنبه) د اوکراین پلازمېنې کي‌یف ته تللی دی. هغه د «لېوالتیاوالو ایتلاف» غونډه کې ویلي چې متحدین باید د روسیې د هوايي بریدونو پر وړاندې د اوکراین د دفاع د پیاوړتیا لپاره هر هغه څه وکړي چې په توان کې یې وي. هغه زیاته کړې چې اوکراین ته به د برېتانیا محرمو ټکنالوجیو ته د لاسرسي اجازه ورکړي، څو کي‌یف وکولای شي په کور دننه د «سټورم شېډو» لرې واټن ویشتونکو کروز توغندیو تولید پیل کړي. په همدې حال کې، کرملین د لندن د دغه اقدام په غبرګون کې ویلي چې د برېتانیا له محرمو ټکنالوجیو استفاده به د «د دواړو هېوادونو د اړیکو خرابېدو او د کړکېچ زیاتېدو» لامل شي. د راپور له مخې، دغه توغندي د روسیې د خاورې په ژورو برخو کې د برید کولو وړتیا لري او فرانسې هم مخکې د دې ټکنالوجۍ د کارولو له جواز سره موافقه کړې وه. بلخوا، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلېنسکي په همدې غونډه کې ویلي چې هېواد یې سوله غواړي، خو تسلیمېدو…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-08-25 05:17:14

مهالوېش

  1. Pajhwok

    برېتانیا او فرانسې له اوکراین سره د لا ډېرې پوځي مرستې ژمنه وکړه

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-25 09:44:43

برېتانیا او فرانسې له اوکراین سره د لا ډېرې پوځي مرستې ژمنه وکړه

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button