HealthKabulافغانستاندری

تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۳۱۷ کورنۍ راستنې شوې دي — Pajhwok

در حال تکمیلHealthKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-25 06:23:51🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۳ وږی ۱۴۰۵): د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون وایي، تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۳۱۷ کورنۍ چې ۱۵۵۶ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې؛ دغه‌راز، ۱۶۴کورنۍ بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او له ۱۸۶ کورنیو سره نغدي او نورې مرستې شوې دي. د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت پر خپله اېکس‌پاڼه د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون د تېرې ورځې راپور خپور کړی دی. د دغه کمېسیون د راپور له مخې، د تورخم له لارې ۱۸۵ کورنۍ چې ۹۹۰ کسان کېږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي. د کمېسیون د معلوماتو له مخې، له تورخم څخه ۱۲۳ کورنۍ چې ۶۵۵ کسان کېږي، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ولایتونو ته لېږدول شوې او د ترانسپورټ کرایې لپاره یې څه باندې ۴۹۶ زره افغانۍ ورکړل شوې دي. سرچینه زیاتوي چې په تورخم کې له ۱۵۱ کورنیو سره په ټولیز ډول یو میلیون او ۲۱۲ زره افغانۍ نغدي مرسته شوې او په عمري کمپ کې روغتیایي او مخابراتي خدمات هم وړاندې شوي دي. د کندهار د سپین‌بولدک له لارې هم ۲۲ کورنۍ چې ۱۳۴ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې دي. د مسوولینو په خبره، له دې ډلې ۲۷ کورنۍ چې ۱۵۶ کسان کېږي، بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او د هغوی د ترانسپورټي لګښتونو لپاره یې څه باندې ۲۸۶ زره افغانۍ ورکړل…

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعHealth
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-25 06:23:51

خط زمانی

  1. Pajhwok

    تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۳۱۷ کورنۍ راستنې شوې دي

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-25 10:50:58

تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۳۱۷ کورنۍ راستنې شوې دي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

دا هم وګورئ
Close
Back to top button