کابل (پژواک، ۳ وږی ۱۴۰۵): د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم له مخې، د بدخشان او سرپل لپاره نوي والیان، د بدخشان لپاره نوی امنیه قومندان او د کورنیو چارو او ټولګټو وزارتونو په ځینو مهمو بستونو کې هم نوي کسان ګومارل شوي دي. د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې دا ټاکنې د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم له مخې شوې دي. هغه لیکلي چې د کورنیو چارو وزارت مخکنی اداري معین ملا رحمت ﷲ نجیب؛ د بدخشان ولایت د والي په توګه، د سرپل ولایت مخکنی والي ملا احمدشاه دیندوست، د بدخشان ولایت د امنیه قومندان په توګه، د ټولګټو وزارت مخکنی د سړکونو د حفظ او مراقبت معین ملا عبدالجبار معاون، د کورنیو چارو وزارت د اداري معین په توګه او د بدخشان ولایت مخکنی والي مولوي محمد اسماعیل غزنوي، د ټولګټو وزارت د سړکونو د حفظ او مراقبت معین په توګه و ټاکل شول. هغه لیکلي چې دغه راز د لغمان ولایت مخکنی والي ملا بختیار معاذ، د سرپل ولایت د والي په توګه او د بدخشان ولایت مخکنی امنیه قومندان مولوي عبدالبصیر مظهري د کندهار ولایت د ټولګټو ریاست د رئیس په توګه و ګمارل شول.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Pajhwok
په دوو وزارتونو او د بدخشان او سرپل ولایتونو کې نوې ګومارنې وشوې
سرچینې
Afghan sources
په دوو وزارتونو او د بدخشان او سرپل ولایتونو کې نوې ګومارنې وشوې