د افغانستان د ننګرهار ځاي چارواکي وایي، د خرما د بڼ ښه پالنه او پر وخت ورته د کیمیاوي سرې او درملو ورکول د حاصلاتو د زیاتوالي لامل شوي دي. زمونږخبریال له ننګرهاره راپور راکړ، د افغانستان د ننګرهار کانال شرکت د مطبوعاتو مسؤل سید همایون غریبمل وائي، تېر کال ئې د دې شرکت اړوند د خرما له بڼه نولس ټنه خرما تر لاسه کړي وو ، خو سږ کال ترې د یوویشت ټنو حاصلاتو اټکل کېږي. هغه وایي، دا بڼ یوه نیمه لسیزه وړاندې پر پنځه ویشت جریبه ځمکه جوړ شوی او څه باندې دوه نیم زره د خرما وَنې پکې کینول شوي دي. د نوموړي په وینا، په دې بڼ کې د ښه کیفیت شپږ ډوله خرما تولیدېږي. غریبمل وایي، د بڼ ښه پالنه او پر وخت کیمیاوي سره او درمل ورکول د حاصلاتو د ډېرښت اصلي لاملونه دي. د خرما بڼ مسؤل عبدالقیوم اطرافي وائي، دوي په ننګرهار او څنګلورو ولایتونو کې د خرما د کښت او پالنې د دودولو لپاره هڅې کړې دي. هغه وایي، د ننګرهار ګوشتې ولسوالۍ ته ئې له دې بڼه یو زر او پنځه سوه د خرما بوټي لېږلي او هلته ئې کرَلي دي، چې په نږدې راتلونکې کې به حاصل ته ورسېږي. د نوموړي په وینا، د لغمان او کونړ ولایتونو ته یې هم د خرما بوټي استولي او هڅه کوي…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Parstoday
د افغانستان په ننګرهار کې سږ کال د خرما حاصلات زیات شوي