EnglishKabulSportsافغانستان

د افغانستان د فوټبال له ۲۰ کلنو کم‌عمره لوبډله بحرین ته ولاړه — Pajhwok

DevelopingSportsKabul1 SourcesUpdated: 2026-08-25 10:55:18🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۳ وږی ۱۴۰۵): د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست وایي چې د افغانستان له ۲۰ کلنو کم‌عمره فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۷ کال د ځوانانو اسیا جام ته د لارموندنې سیالیو کې د ګډون لپاره بحرین ته ولاړه. یاد ریاست نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د افغانستان له ۲۰ کلنو کم‌عمره ۲۳کسيزه فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۷ له ۲۰ کلنو کم‌عمره ځوانانو اسيا جام ته د لار موندنې سياليو کې د ګډون په موخه بحرين هېواد ته روانه شوه. سرچینې لیکلي، افغانستان په‌ دغو سياليو کې په D ګروپ کې د بحرين، اردن او تاجیکستان هېوادونو له لوبډلو سره لوبېږي. خبرپاڼه کې راغلي، افغان لوبډله به په دغو سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه د اګسټ میاشتې په ۳۱مه له اردن سره ترسره کړي. د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۷ کال د ۲۰ کلنو کم‌عمره ځوانانو د اسیا جام سیالیو ته د لار موندنې سیالۍ به د افغانستان په ګډون د ۴۴ هېوادونو ترمنځ، د بحرین په کوربتوب، ترسره شي. دغه سیالۍ به د روان کال د اګسټ له ۳۱مې نېټې پیل او د سپټمبر تر ۶مې نېټې پورې دوام وکړي.

Quick facts

LocationKabul
TopicSports
Sources1
Updated2026-08-25 10:55:18

Timeline

  1. Pajhwok

    د افغانستان د فوټبال له ۲۰ کلنو کم‌عمره لوبډله بحرین ته ولاړه

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-25 15:24:57

د افغانستان د فوټبال له ۲۰ کلنو کم‌عمره لوبډله بحرین ته ولاړه

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button