Developmentافغانستانپکتیکادری
د پکتیکا د ۱۰ ولسوالیو امنیې قوماندانیو لپاره ودانۍ جوړېږي — Bakhtar
Summary: د پکتیکا ولایت د ۱۰ امنیه قوماندانیو لپاره د اداري ودانیو د جوړولو چارې د ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې. د یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ رسنیز دفتر باختر اژانس ته ویلي، چې یادې ودانۍ د اومنې، بکخېل، خوشامند، ډيلې، چهاربران، ګومل، نعمت اباد، زېړوک، ګيان او نکې ولسوالیو لپاره جوړېږي.سرچینه وايي، چې یادې ودانۍ به اداري او خدماتي چارو لپاره مناسب کاري چاپېریال برابر کړي او د شرطې اړوند اداري ستونزې به تر ډېره ورسره هوارې شي.استول شویو مالوماتو کې زیاته شوې، چې هره ودانۍ به اته اداري خونې، وینځل خونې، د اوبو او برېښنا سیسټمونه او احاطوي دېوالونه ولري.
اطلاعات کوتاه
مکانپکتیکا
موضوعDevelopment
منابع1
بهروزرسانی2026-08-25 12:18:32
خط زمانی
-
Bakhtar
د پکتیکا د ۱۰ ولسوالیو امنیې قوماندانیو لپاره ودانۍ جوړېږي