د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د کویټ د «السایر» سوداګریز شرکت له اجرایوي رییس محمدناصر محمد السایر سره په لیدنه کې د افغانستان پر امنیت، ثبات، سوداګرۍ او پانګونې غږیدلی. السایر ویلي، غواړي له افغانستان نه کویت او نورو بازارونو ته وچې او تازه مېوې واردې کړي. د کندهار ولایت یو شمېر اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې طالبانو په میرویس حوزوي روغتون کې د پخوانیو ودانیو د بیارغونې چارې پیل کړې دي، خو دوی وايي، طالبان دې د ودانیو د بیارغونې پرځای روغتیايي خدماتو ته پاملرنه وکړي. په میرویس روغتون کې د یوه ناروغ خپلوان وايي:«دا اوس د لابراتوار د ودانۍ د رنګولو او نورو برخو چارې دوام لري، خو دا کار د ناروغ درد نه دوا کوي، بلکې ناروغ ته درمل او نور امکانات په کار دي». د روغتون د ناروغانو د معلوماتو لهمخې، دمګړۍ د میرویس حوزوي روغتون دننه په دریو ودانیو کې د بیارغونې کارونه دوام لري، خو دا یې ونه ویل، چې د بیارغونې چارو لپاره څومره بودجه ځانګړې شوې ده. په ورته مهال د کندهار ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي، ورځ تربلې د دغه روغتون خدمات مخ پر ځوړ روان دي. د ولي محمد په نوم د کندهار ښار یو اوسېدونکی وايي، د حوزې په کچه په دغه لوی روغتون کې روغتیاپلان یوازې د ناروغۍ د درملنې په اړه مشوره ورکوي،…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
امیرخان متقي د کویت له یوه سوداګر سره پر سوداګرۍ او پانګونې غږیدلی
سرچینې
Afghan sources
امیرخان متقي د کویت له یوه سوداګر سره پر سوداګرۍ او پانګونې غږیدلی