Healthافغانستاندریلوګر

لوګر کې د کتلوي معافیت لپاره د ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت ودانۍ… — Bakhtar

در حال تکمیلHealthلوګر1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-26 00:22:26🎙 رادیو را بشنوید

Summary: د لوګر ولایت د عامې روغتیا ریاست اړوند د کتلوي معافیت یا د واکسینونو د ساتنې لپاره د شاوخوا ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت د یوې معیاري ودانۍ د جوړولو چارې پیل شوې. د دغې ودانۍ د جوړولو چارې د لوګر مرستیال والي شیخ انعام‌الله صلاح‌الدین، د عامې روغتیا رئیس او د یو شمېر نورو ادارو د مسوولینو په حضور کې، د پل‌علم ښار اړوند د مامورینو ښارګوټي ته څېرمه پیل شوې. د لوګر مرستیال والي د یادې پروژې پیل د دغه ولایت اوسېدونکو ته مبارکي ورکړه او ویې ویل، چې ولایتي اداره د روغتیايي خدمتونو د پراختیا او پیاوړتیا په برخه کې بشپړه ژمنتیا لري. ورته مهال د لوګر د عامې روغتیا رئیس ډاکټر محمد زرک ځیرک وویل، چې دغه ودانۍ د یونیسف نړیوالې ادارې په مالي ملاتړ، د شاوخوا ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت او پر یونیم جریب ځمکه جوړېږي او چارې به یې په راتلونکو لسو میاشتو کې بشپړې شي. نوموړي زیاته کړه، چې دغه دوه‌پوړیزه ودانۍ به د واکسینونو د خوندي ساتنې لپاره ځانګړي ځایونه او د روغتیايي چارو د مدیریت لپاره مجهزې اداري خونې ولري. په همدې حال کې، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې مسوول عبدالله زلمي سعید د ورته بنسټیزو پروژو پلي کېدل د خلکو لپاره د روغتیايي او نورو خدمتونو د لا ښه والي په برخه کې مهم وبلل. د یادونې وړ ده، چې د دې ودانۍ ترڅنګ به په همدې سیمه کې د دوو نورو برخو لپاره د ودانیو د جوړولو چارې هم پیل شي.

اطلاعات کوتاه

مکانلوګر
موضوعHealth
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-26 00:22:26

خط زمانی

  1. Bakhtar

    لوګر کې د کتلوي معافیت لپاره د ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت ودانۍ جوړېږي

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-08-25 17:09:28

لوګر کې د کتلوي معافیت لپاره د ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت ودانۍ جوړېږي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button