د جرمني رسنيو راپور ورکړی چې دغه هېواد نن سهار (سېشنبه د اګست۲۵مه) ۲۳ افغانان په يوه چارټر شوې الوتکه کې له خپلې خاورې ایستلي او افغانستان ته ستانه کړي دي. د جرمني حکومت ويلي، په دوی کې ډېر داسې کسان وو چې د "تاوتريخوالي جرمونو" له کبله محکوم شوي وو. د جرمني "بېلډ" ورځپاڼې لخوا یوه خپره شوې ویډیو کې ښکاري، چې دغه کسان له لمر خاته مخکې په لايپزيګ هوايي ډګر کې الوتکې ته خېژي. هممهاله يو شمېر معترضان هم، چې کډوالو ته د ښه راغلاست او د هغوی د ایستل کېدو د درېدو د غوښتنې شعارونه یې پورته کړي وو، د هوايي ډګر ترمینل ته ورغلي وو. د جرمني کورنيو چارو وزارت پر اېکس خواله رسنۍ یوه خپاره کړي بیان کې ليکلي، "نن سهار ۲۳ افغان نارينه، چې د جرمني په پرېښودلو مکلف وو، په یوه چارټر الوتکه کې کابل ته ولېږل شول." دغه وزارت زياته کړې، "د دغو کسانو لويه برخه مجرمان دي چې د جنسي تېريو او د بدني زيانونو د اړولو په ګډون د درنو جرمونو له کبله محکوم شوي دي." د جرمني کورنيو چارو وزير الکساندر دوبرېنټ وويل، "زموږ ټولنه په زغرده غواړي چې مجرمان زموږ هېواد پرېږدي." هغه ټينګار وکړ، "هر څوک چې په جرمني کې د پاتېدو حق نه لري، بايد تمه ولري چې دا هېواد به پرېږدي. موږ دغه تګلاره…
Quick facts
Timeline
-
Bbc
جرمني ۲۳ نور افغانان هم اخراج او کابل ته ولېږدل – BBC News پښتو
Sources
External sources
جرمني ۲۳ نور افغانان هم اخراج او کابل ته ولېږدل – BBC News پښتو