Englishافغانستانامنیت

افغان مېرمنې: له طالبانو سره تعامل باید د ښځو د حقونو د هېرېدو… — AF International

DevelopingSecurity1 SourcesUpdated: 2026-08-26 05:26:05🎙 Listen to radio

د طالبانو د واکمنۍ پنځمې کلیزې په مناسبت د هالنډ په امسټرډام ښار کې یوشمېر افغان مېرمنو او د هغوی ملاتړو د اعتراض پرمهال خبرداری ورکړی، چې له طالبانو سره نړۍوال تعامل باید د افغان ښځو د حقونو د قرباني کېدو لامل نه‌شي. په راپور کې راغلي، طالبانو د ۲۰۲۱کال له اګست میاشتې راهیسې د ښځو او نجونو پر حقونو پراخ محدودیتونه لګولي او د مدني فعالیتونو لپاره شته فضا یې سخته محدوده کړې ده. د بشري حقونو څار سازمان د ارزونې له مخې، افغانستان د نړۍ له هغه هېوادونو دی چې د بشري حقونو له تر ټولو سخت ناورین سره مخ دی؛ په ځانګړي ډول ښځې او نجونې تر ټولو زیاتې اغېزمنې شوې دي.د راپور له مخې، په وروستیو کلونو کې خبریالان، مدني فعالان او هغه کسان چې پر طالبانو نیوکې کوي له خپل‌سرو نیونو، زنداني کېدو، ګواښونو او شکنجې سره مخ شوي دي.د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د معلوماتو له مخې، یوازې د ۲۰۲۶کال د اپرېل او جون میاشتې ترمنځ موده کې ۳۸۹ د خپل‌سرو نیونو او زنداني کېدو پېښې او ۶۵ د ناوړه چلند پېښې ثبت شوې دي.راپور کاږي، د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت چارواکي د دغه ډېرو پېښو مسوول بلل شوي دي. په راپور کې راغلي، چې د مدني فعالیتونو ترڅنګ فرهنګي او ښوونیز فعالان هم تر فشار لاندې…

Quick facts

TopicSecurity
Sources1
Updated2026-08-26 05:26:05

Timeline

  1. AF International

    افغان مېرمنې: له طالبانو سره تعامل باید د ښځو د حقونو د هېرېدو په بیه نه‌وي

Sources

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-08-26 03:07:02

افغان مېرمنې: له طالبانو سره تعامل باید د ښځو د حقونو د هېرېدو په بیه نه‌وي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button