افغانستانامنیتبدخشانپښتو

د مدني ازادیو د څار نړۍواله شبکه: د طالبانو په واکمنۍ کې مدني… — AF International

روان خبرSecurityبدخشان1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-26 05:26:08🎙 راډیو واورئ

د مدني ازادیو د څار نړۍوالې شبکې په یوه تازه راپور کې ویلي، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو پنځه کاله وروسته هم په افغانستان کې مدني فضا «تړلې» پاتې ده او خبریالان، مدني فعالان، د ښځو د حقونو مدافعان او پر طالبانو نیوکه کوونکي له نیولو، ګواښونو او محدودیتونو سره مخ دي. رابرټ کاټلر په یوه څېړنیزه لیکنه کې ویلي چې د افغانستان په شمال کې د ناامنۍ زیاتېدل کولای شي په افغانستان کې د ازبکستان سوداګریزې او ټرانزیټي پروژې له ګواښ سره مخ کړي. دغه کاناډایي څېړونکی چې له درېیو لسیزو ډېره موده یې د منځنۍ اسیا په اړه څېړنه او سلا مشورې کړې دي، د سې‌شنبې په ورځ د «ټایمز اف سنټرل ایشیا» پر وېبپاڼه لیکلي چې په بدخشان کې د طالبانو او د جمعه‌خان فاتح اړوندو ځواکونو ترمنځ وروستۍ نښتې، که څه هم د فاتح په تسلیمېدو پای ته ورسېدې، خو د افغانستان په شمال‌ختیځ کې د بې‌ثباتۍ د زیاتېدو نښه ده. د هغه په وینا، د ۱۴۰۴ کال له جدي څخه د ۱۴۰۵ کال تر اسد پورې په بدخشان کې د طالبانو مخالفو وسله‌والو ډلو پورې اړوند ۲۲ پېښې ثبت شوې دي، په داسې حال کې چې د ۲۰۲۵ کال په دویمه نیمایي کې یوازې څلور ورته پېښې ثبت شوې وې. په بدخشان کې د طالبانو او د جمعه‌خان فاتح د ځواکونو نښته د طالبانو…

لنډ معلومات

ځایبدخشان
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-08-26 05:26:08

مهالوېش

  1. AF International

    د مدني ازادیو د څار نړۍواله شبکه: د طالبانو په واکمنۍ کې مدني فضا سخته محدوده شوې

سرچینې

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-08-26 02:35:59

د مدني ازادیو د څار نړۍواله شبکه: د طالبانو په واکمنۍ کې مدني فضا سخته محدوده شوې

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button