Kabulافغانستانامنیتدری

د هرمز تنګي د بېرته پرانیستل کېدو په هیله د نفتو بیې دوه… — Pajhwok

در حال تکمیلSecurityKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-26 05:57:06🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۴ وږی ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، په نړیوالو بازارونو کې د نفتو بیې شاوخوا دوه سلنه راټیټې شوې دي؛ هم‌مهاله د هرمز تنګي د مدیریت په اړه د ایران او عمان د خبرو بیا پیلېدو، د دې لارې د بېرته پرانیستل کېدو هیلې زیاتې کړې دي. د رویټرز د راپور له مخې، په نړیوالو بازارونو کې د برنټ خامو تېلو د راتلونکو قراردادونو بیه نن سهار د کابل پر وخت نږدې پنځه بجې، ۱.۷۸ ډالره یا دوه سلنه راکمه او هر بېرل ۸۶.۸۰ ډالرو ته ورسېده؛ د امریکا د وېسټ ټکساس انټرمیډیټ خامو تېلو بیه هم ۱.۴۹ ډالره یا ۱.۸ سلنه راکمه او د هر بېرل بیه ۸۰.۸۷ ډالرو ته ورسېده. رویټرز وایي، د نفتو دواړه عمده شاخصونه د سه‌شنبې ورځې په معاملو کې هم تر درې سلنې ډېر راټیټ شوي وو. د «فوجیتومي سکیورټیز» شرکت شنونکي مېتسورو مورایشي ویلي، بازار لا هم د هرمز تنګي له لارې د بېړیو د تګ راتګ اړوندو تحولاتو ته غبرګون ښيي او د ایران او عمان په خبرو کې د پرمختګ هیلو په بازار کې د پلور کچه لوړه کړې ده. ده زیاته کړې، سره له دې چې د وضعیت راتلونکی لا هم روښانه نه دی، ځینې سوداګر د ټیټو بیو پر مهال پېر ته هڅول شوي او دې چارې د نفتو د بیو د لا ډېرې راټیټېدو مخه نیولې…

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-26 05:57:06

خط زمانی

  1. Pajhwok

    د هرمز تنګي د بېرته پرانیستل کېدو په هیله د نفتو بیې دوه سلنه راټیټې شوې

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-26 10:23:20

د هرمز تنګي د بېرته پرانیستل کېدو په هیله د نفتو بیې دوه سلنه راټیټې شوې

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button