کابل (پژواک، ۴ وږی ۱۴۰۵): د خیبرپښتونخوا په ایبټاباد کې ژورې درې ته د یوه مسافر وړونکي بس د لوېدو له امله څلور کسان مړه او ۱۰ نور ټپیان شوي دي. ډان ورځپاڼې راپور ورکړی چې دا پېښه د کلکوټ پر لاره، «کلکوټ مور» ته نږدې رامنځته شوې ده. د ځايي چارواکو په وینا، یاد بس تېره ورځ له غرمې وروسته نږدې دوه نیمې بجې له «چوبګران» څخه د راولپنډۍ پر لور روان و چې ژورې درې ته ولوېد. ځایي چارواکو ویلي چې په دې پېښه کې څلور کسان – چې یوه ۶۱ کلنه ښځه، دوې شپږ او نهه کلنې نجونې او یو ۶۴ کلن سړی پکې شامل دي- مړه شوي دي. ډان لیکلي چې ټپیان د راولپنډۍ او مري روغتونونو ته لېږدول شوي دي. د راپور له مخې، په ټپیانو کې نارینه، ښځې او ماشومان شامل دي. پولیس وایي، د بس چلوونکی له پېښې وروسته له سیمې تښتېدلی خو د نیولو هڅې یې روانې دي.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Pajhwok
خیبرپښتونخوا کې ترافیکي پېښه؛ څلور کسان مړه او ۱۰ نور ټپیان شوي
منابع
Afghan sources
خیبرپښتونخوا کې ترافیکي پېښه؛ څلور کسان مړه او ۱۰ نور ټپیان شوي