د شنونکو په باور، تر هغې چې ځوانان د کاري زمینو د شتون ډاډ تر لاسه نه کړي، دا ننګونه به موجوده وي. له تېرو پنځو لسیزو راهیسې افغان ځوانان له خورا سختو ستونزو او ننګونو سره لاس او ګرېوان دي. ډېر کله د همدې ستونزو او ننګونو له امله ځوانان د ناهیلۍ ښکار شوي او پر ناوړو لاروله هیواده ده باندې تګ ته اړ شوي دي. ډېری شنونکي وایي، اوسمهال د افغان ځوانانو پر وړاندې تر ټولو ستره ننګونه د دوی وزګارتیا او د کاري فرصتونو نه شتون دی. د کابل د یو خصوصي پوهنتون استاد او شنونکی تمهید سیلاني وایي، د نړۍ په هېڅ هېواد کې ټول ځوانان د حکومت په اډانه کې پر کار بوخت نه وي، بلکې ځوانان په خپله ځان ته د کار موندلو دروازې پرانیزي. هغه وایي، د افغان لوستو ځوانانو تر ټولو مهمه ستونزه د لوست تر څنګ د کار د بازار له شرایطو سره ځان نه برابرول دي. تمهید سیلاني وایي، افغان ځوانانو ته په کار دي چې د لوړو زده کړو تر سره کولو تر څنګ تخنیکي او مسلکي زده کړې هم تر لاسه کړي. پر همدې مهال، د ننګرهار د ځوانانو چارو امر قاري محمد اصف ذهیر هم مني چې بېکاري او د کاري فرصتونو نه شتون زموږ ځوان نسل ځوروي. هغه وایي، سره له دې چې دوی ډېره هڅه…
Quick facts
Timeline
-
Parstoday
شنونکي: د کاري فرصتونو نه شتون د ځوانانو پر وړاندې تر ټولو ستره ننګونه ده
Sources
External sources
شنونکي: د کاري فرصتونو نه شتون د ځوانانو پر وړاندې تر ټولو ستره ننګونه ده