کابل (پژواک، ۴ وږی ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د روان کال په لومړۍ نیمایي کې د دوبۍ نړیوال هوايي ډګر د مسافرو شمېر څه باندې ۳۱ سلنه کم شوی؛ دا کموالی د فبرورۍ په ۲۸مه د جګړې له پیلېدو وروسته په سیمه کې د الوتنو د پراخو ګډوډیو له امله رامنځته شوی دی. دغه جګړه د فبرورۍ په ۲۸مه پر ایران د امریکا او اسراییلو له بریدونو سره پیل شوه او وروسته ایران هم غچاخیستونکي بریدونه وکړل. د هغه راپور له مخې چې «سټریټاینسایډر» (StreetInsider) د رویټرز په حواله خپور کړی، دې جګړې د خلیج په هېوادونو کې هوايي تګ راتګ سخت ګډوډ کړی دی. په راپور کې د دوبۍ د هوايي ډګرونو ادارې له قوله ویل شوي چې دغه هوايي ډګر د روان کال په دویمه ربع کې ۱۳ میلیونه مسافر لرل او د کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د مسافرو ټول شمېر ۳۱.۵ میلیونو ته رسېدلی؛ په داسې حال کې چې د تېر کال په همدې موده کې دغه شمېر ۴۶ میلیونه و. سرچینې زیاته کړې چې د کال په لومړۍ نیمایي کې د الوتکو د ناستې او پورته کېدو شمېر ۱۵۰ زره او ۶۰۰ ته رسېدلی چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۳۲.۱ سلنه کموالی ښيي. د راپور له مخې، یادې جګړې د هوايي چلند برخه له پراخو ګډوډیو سره مخ کړې…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Pajhwok
د کال په لومړۍ نیمایي کې د دوبۍ نړیوال هوايي ډګر د مسافرو شمېر څه باندې ۳۱ سلنه کم شوی
سرچینې
Afghan sources
د کال په لومړۍ نیمایي کې د دوبۍ نړیوال هوايي ډګر د مسافرو شمېر څه باندې ۳۱ سلنه کم شوی