EnglishPoliticsافغانستانزابل

زابل کې د ولسي خلکو په مالي ملاتړ ۳۰ ښوونځي او مدرسې جوړېږي — Bakhtar

DevelopingPoliticsزابل1 SourcesUpdated: 2026-08-26 12:27:11🎙 Listen to radio

Summary: د زابل ځايي مسوولین وايي چې د پوهنې بهیر د پیاوړتیا لپاره د ولسي خلکو همکاري زیاته شوې او له امله یې د روان کال له پیل راهیسې د دې ولایت په مرکز او ۱۰ ولسوالیو کې د خلکو په مالي ملاتړ د ۳۰ ښوونځیو او دیني مدرسو د جوړولو چارې روانې دي. د یاد ولایت د پوهنې ریاست تدریسي مرستیال مولوي محمد نسیم نصیر وايي، چې د یادو ودانیو د جوړولو چارې د څه باندې ۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت ترسره کېږي، چې له ډلې یې ۲۰ ښوونځي او ۱۰ دیني مدرسې دي.نوموړی زیاتوي، چې دغه ښوونځي او دیني مدرسې د خلکو له لوري پر وقف شوو ۴۲ جریبه ځمکو جوړېږي، چې په وینا یې د ډېریو ښوونځیو او دیني مدرسو د ودانیو جوړولو چارې بشپړې شوې او د یو شمېر نورو ودانیو کارونه لا دوام لري.د سرچینې په خبره، د زده‌کړو له بهیر سره د خلکو همکاري په دې ولایت کي د پام وړ زیاته شوې او تمه ده، چې د ولسونو د دوامدار ملاتړ په مټ د زده‌کړو لپاره لا ډېر ښوونیز او دیني مرکزونه جوړ شي.د پوهنې ریاست تدریسي مرستیال وايي، دوی هم هڅه کوي چي د ولسي همکاریو ترڅنګ په خپله او د موسسو په مرسته د ښوونځیو د اړتیاوو د حل لپاره عملي ګامونه پورته کړي.د یادونې وړ ده، چې په زابل کې اوس مهال ټولټال ۲۴۰ ښوونځي او شاوخوا ۵۰۰ دیني مدرسې فعالې دي، چې له ۱۴۰ زرو څخه ډېر زده ‌کوونکي پکي پر زده ‌کړو بوخت دي.

Quick facts

Locationزابل
TopicPolitics
Sources1
Updated2026-08-26 12:27:11

Timeline

  1. Bakhtar

    زابل کې د ولسي خلکو په مالي ملاتړ ۳۰ ښوونځي او مدرسې جوړېږي

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-08-26 09:35:13

زابل کې د ولسي خلکو په مالي ملاتړ ۳۰ ښوونځي او مدرسې جوړېږي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button