EnglishHealthافغانستان

Afghanistan News Today – Breaking News, Politics, Sports & Live Updates | Ariana… — Ariananews

DevelopingHealth1 SourcesUpdated: 2026-08-26 12:34:48🎙 Listen to radio

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق(یونیسف) خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې شاوخوا یو میلیون ماشومان له سختې او ژوند ګواښوونکې خوارځواکۍ سره مخ دي او که بېړنۍ پاملرنه ورته ونه‌شي، ښايي خپل ژوند له لاسه ورکړي. یونیسف د سې‌شنبې پر ورځ ویلي، چې په ټول افغانستان کې شاوخوا ۳.۷ میلیون ماشومان له ډنګرېدا یا حادې خوارځواکۍ سره مخ دي. په افغانستان کې د یونیسف استازي تاج‌الدین ایوالي ویلي، شاوخوا یو میلیون ماشومان پر سختې خوارځواکۍ اخته دي، چې د حادې لوږې له تر ټولو خطرناکو بڼو څخه ده. هغه په یوه خبري غونډه کې څرګنده کړې:« که درملنه یې ونه‌شي او هڅې چټکې نه‌کړو، یو میلیون ماشومان د مړینې له ګواښ سره مخ کیږي.» ایوالي زیاته کړې، په ټول افغانستان کې د خوارځواکۍ کړکېچ د خرابېدا په حال کې دی او د روان کال له پیل راپدېخوا له ۵۰۰ زره څخه ډېرو ماشومانو د منځنۍ او سختې خوارځواکۍ له ګبله په روغتونونو کې روغتیايي پاملرنې ته اړتیا پیدا کړې ده. د یونیسف د څرګندونو له مخې: نږدې ۴۰ سلنه هغه ماشومان، چې د سختې خوارځواکۍ او له هغې سره د تړلو روغتیايي ستونزو له کبله په روغتونونو کې بسترېږي؛ له شپږ میاشتو کم عمره ماشومان دي. همداراز له دوه کلونو کم عمره ماشومان د سختې خوارځواکۍ له ۸۰ سلنې څخه ډېر دي. ایوالي ویلي، خوارځواکي په افغانستان کې…

Quick facts

TopicHealth
Sources1
Updated2026-08-26 12:34:48

Timeline

  1. Ariananews

    Afghanistan News Today – Breaking News, Politics, Sports & Live Updates | Ariana News

Sources

Afghan sources

AriananewsPS
2026-08-26 05:59:23

Afghanistan News Today – Breaking News, Politics, Sports & Live Updates | Ariana News

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button