DevelopmentEnglishافغانستانبادغیس

بادغیس کې درې پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې — Bakhtar

DevelopingDevelopmentبادغیس1 SourcesUpdated: 2026-08-27 00:27:14🎙 Listen to radio

Summary: د بادغیس ولایت په سنګ‌اتش، ابکمري او قادس ولسوالیو کې د پلونو د تخریب د مخنیوي او د مواصلاتي لارو د خوندیتوب په موخه درې ساتندویې پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د دغو پروژو په چوکاټ کې د سنګ‌آتش ولسوالۍ په جعفري سیمه کې د ۸۰ مترو په اوږدوالي او ۱۰ مترو په لوړوالي، د ابکمري ولسوالۍ په زیمات سیمه کې د ۱۵ مترو په اوږدوالي او پنځه مترو په لوړوالي او د قادس ولسوالۍ په کته‌ګیران سیمه کې د ۱۴ مترو په اوږدوالي او شپږ مترو په لوړوالي ګابیوني دېوالونه جوړ شوي دي. همدارنګه، د قادس ولسوالۍ په کته‌ګیران سیمه کې د سړک ترڅنګ د اووه مترو په اوږدوالي او درې مترو په لوړوالي یو حفاظتي دېوال هم جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی. د معلوماتو له مخې، په دغو پروژو کې ټولټال ۴۵۹ بستې ګابین کارول شوی او په بشپړېدو سره یې د سېلابونو او نورو طبیعي پېښو پر وړاندې د پلونو او مواصلاتي لارو د خوندیتوب کچه لوړه شوې ده. یاد پلونه د سنګ‌اتش، جوند، قادس، ابکمري او تګاب‌عالم ولسوالیو ترمنځ پر عمومي مسیر موقعیت لري او د دغو حفاظتي پروژو په بشپړېدو سره د سیمې اوسېدونکو لپاره د خوندي تګ راتګ زمینه برابره شوې ده.

Quick facts

Locationبادغیس
TopicDevelopment
Sources1
Updated2026-08-27 00:27:14

Timeline

  1. Bakhtar

    بادغیس کې درې پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-08-26 17:36:36

بادغیس کې درې پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button