HealthKabulافغانستاندری

تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۴۳۱ کورنۍ راستنې شوې دي — Pajhwok

در حال تکمیلHealthKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-27 04:59:57🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۵ وږی ۱۴۰۵): د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون وایي، تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۴۳۱ کورنۍ چې ۲۰۸۷ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې؛ دغه‌راز، ۴۱۲ کورنۍ بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او له ۴۶۹ کورنیو سره نغدي او نورې مرستې شوې دي. د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت پر خپله اېکس‌پاڼه د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون د تېرې ورځې راپور خپور کړی دی. د دغه کمېسیون د راپور له مخې، د تورخم له لارې ۲۷۰ کورنۍ چې ۱۴۱۹ کسان کېږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي. د کمېسیون د معلوماتو له مخې، له تورخم څخه ۳۵۵ کورنۍ چې ۱۹۰۱ کسان کېږي، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ولایتونو ته لېږدول شوې او د ترانسپورټ کرایې لپاره یې یو میلیون، ۳۷۶ زره او ۵۱۰ افغانۍ ورکړل شوې دي. سرچینه زیاتوي چې په تورخم کې له ۳۲۷ کورنیو سره په ټولیز ډول دوه میلیون او ۷۴۴ زره افغانۍ نغدي مرسته شوې او په عمري کمپ کې روغتیایي او مخابراتي خدمات هم وړاندې شوي دي. د کندهار د سپین‌بولدک له لارې هم ۱۵ کورنۍ چې ۷۸ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې دي. د مسوولینو په خبره، له دې ډلې ۱۱ کورنۍ چې ۶۳ کسان کېږي، بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او د هغوی د ترانسپورټي لګښتونو لپاره یې څه باندې ۹۵…

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعHealth
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-27 04:59:57

خط زمانی

  1. Pajhwok

    تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۴۳۱ کورنۍ راستنې شوې دي

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-27 09:28:41

تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۴۳۱ کورنۍ راستنې شوې دي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button