په پاکستان کې د رسنیو د ازادۍ او د خبریالانو د خوندیتوب بنسټ (فریډم نېټورک) د دوو افغان خبریالانو محمد ابراهیم امیري او عابد مومند د نیولو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې دغه اقدام د افغان خبریالانو د ځورونې د لړۍ یوه برخه ده. نوموړي دغه څرګندونې د «له طالبانو هاخوا؛ د افغانانو د مقاومت او پایښت پنځه کاله» تر سرلیک لاندې یوې غونډې ته په وینا کې کړې دي. وېلسن وویل، نړۍوال بحثونه تر ډېره د طالبانو، د هغوی د محدودیتونو او تګلارو په اړه دي؛ خو د افغانستان بل اړخ هم شته چې پهکې خبریالان، ښوونکي، مدني فعالان، څېړونکي او د ښځو د حقونو مدافعان خپل فعالیتونه روان ساتي.هغه وویل: «طالبان افغانستان نهدي. بله کیسه هم روانه ده؛ د هغو افغانانو کیسه چې لاهم راپور ورکوي، تدریس کوي، د بشري حقونو دفاع کوي او د یو بل راتلونکي لپاره هڅه کوي».هغه زیاته کړه: «طالبان ښايي پر دولت واک ولري؛ خو نهشي کولای د افغانانو فکر، ارمانونه او د خپل هېواد لپاره د دوی تصور کنټرول کړي». وېلسن وویل، د ډیموکراسۍ ملي بنسټ له ۱۹۸۴کال راهیسې له افغانانو سره کار کړی او په تېرو څلورو لسیزو کې یې د شاوخوا ۶۰۰ پروژو له لارې تر ۱۰۰ ډېرو افغان بنسټونو سره د ملاتړ لپاره نږدې ۸۲ مېلیون ډالره لګولي دي.د هغه په وینا، دغه پروژو…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
فریډم نېټورک: افغانستان ته د افغان خبریالانو جبري ستنول د هغوی ژوند له ګواښ سره مخ کوي
سرچینې
Afghan sources
فریډم نېټورک: افغانستان ته د افغان خبریالانو جبري ستنول د هغوی ژوند له ګواښ سره مخ کوي