HealthKabulافغانستاندری

په درېیو ولایتونو کې د درېیو روغتیايي مرکزونو جوړولو پروژې منظور شوې — Pajhwok

در حال تکمیلHealthKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-27 05:42:18🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۵ وږی ۱۴۰۵): د تدارکاتو کمېسیون د بدخشان په شغنان، د میدان‌وردګو په چک او د کندوز په قلعه‌ذال ولسوالیو کې د ۲۰۸ میلیون افغانیو په لګښت د درېیو روغتیايي مرکزونو (CHC) جوړولو پروژې منظور کړې دي. د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې دغه پروژې د تدارکاتو کمېسیون په وروستۍ غونډه کې منظور شوې دي. د سرچینې په خبره، د دغو درېیو روغتیايي مرکزونو جوړولو ټولیز لګښت ۲۰۸ میلیون افغانۍ کېږي چې د اسلامي امارت له بودجې ورکول کېږي. د یادونې ده، جامع روغتیايي مرکز (CHC) د افغانستان په روغتیايي نظام کې د لومړنیو روغتیايي خدمتونو په کچه فعالیت کوي او له عمومي روغتون سره توپیر لري. په دغو مرکزونو کې د میندوارۍ او له زېږون وروسته د پاملرنې، د ماشومانو واکسین، د عامو ناروغیو تشخیص او درملنه، د لابراتوار ځینې لومړنۍ معاینې، د خوارځواکۍ تشخیص او مدیریت، بېړني خدمتونه او لومړنۍ روغتیايي پاملرنې وړاندې کېږي.

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعHealth
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-27 05:42:18

خط زمانی

  1. Pajhwok

    په درېیو ولایتونو کې د درېیو روغتیايي مرکزونو جوړولو پروژې منظور شوې

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-27 10:10:12

په درېیو ولایتونو کې د درېیو روغتیايي مرکزونو جوړولو پروژې منظور شوې

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button