په نیپال کې د سختو سېلابونو او ځمکښوېدنې له کبله تر ۱۶۰ ډېر کسان مړه شوي او سلګونه سیلانیان بې درکه دي. د نېپال د ناورین خطر کمولو او مدیریت ملي ادارې (NDRRMA) ویلي چې له سېلاب ځپلو سیمو تر اوسه ۱۶۵ مړي موندل شوي دي. د دې ادارې په وینا، د موندل شویو کسانو د هویت د تثبیت او پېژندنې بهیر لا هم روان دی. چارواکي په داسې حال کې چې لا هم یو شمېر کسان ورک ګڼل کېږي او د اغېزمنو سیمو بشپړه ارزونه روانه ده، د ژغورنې او لټون عملیاتو ته دوام ورکوي. د نیپال سیلګرۍ تنظیم کوونکې ادارې مسوولین وايي، په بې درکه شویو سیلانیانو کې له ۱۰۰ ډېر هندیان، ۵۴ امریکایان، ۳۳ برېتانویان او نژدې ۱۰۰ نیپالیان شامل دي. هغه سیمه چې سېلابونه پکې راوتلي د مذهبي زیارت کوونکو او غرختونکو له کبله ډېره مشهوره ده. په تبت کې د چین دولتي رسنۍ راپور ورکوي چې درې کسان مړه شوي او ۲۶۵ نور لا هم بې درکه دي. د چین د دولتي ټلوېزیون (سي سي ټي وي) لخوا خپرې شوې ویډیوګانې ښيي چې د اوبو او خټو یوه ستره څپه د سرحدي تګ راتګ په یوه مرکز کې پر ودانیو ورننوتې ده. په نیپال کې لسګونه پولیس او د پوځ افسران او دغه راز د برېښنا د سکټور کارکوونکي بې درکه دي. یوې ښځې بي…
Quick facts
Timeline
-
Bbc
زورورو سېلابونو د نیپال او تبت د پولې په سیمو کې له ۱۶۰ ډېر کسان وژلي، سلګونه سیلانیان بې درکه دي – BBC News پښتو
Sources
External sources
زورورو سېلابونو د نیپال او تبت د پولې په سیمو کې له ۱۶۰ ډېر کسان وژلي، سلګونه سیلانیان بې درکه دي – BBC News پښتو