DevelopmentKabulافغانستاندری

د کندهار د دهلې بند اوبو کې یوه پلار له خپلو څلورو اولادونو… — Pajhwok

در حال تکمیلDevelopmentKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-27 07:23:27🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۵ وږی ۱۴۰۵): د کندهار امنیه قومانداني وایي چې ‎د دغه ولایت د شاوليکوټ ولسوالۍ اړوند د دهلې بند اوبو کې د کښتۍ چپه کېدو له امله یوه پلار له خپلو څلورو اولادونو سره ژوند له لاسه ورکړی. د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ملا اسدالله جمشید د پنجشنبې په ورځ پژواک ته وویل، دغه پېښه تېره ورځ مازدیګر شوې ده. هغه زياته کړه، په پېښه کې د نوراحمد په نوم یو کس او د هغه څلور کوچني اولادونه، چې دوه زامن او دوه لوڼې وې، ژوند له لاسه ورکړی او د هغه د ورور یوه لور ژغورل شوې ده. عیني شاهدان هم وایي، نوراحمد له خپلو پنځو اولادونو سره د چکر لپاره دهلې بند ته تللی و چې کښتۍ یې په اوبو کې چپه شوې ده. دهلې بند ته ګڼ خلک د تفریح لپاره ورځي او ځیني یې په کوچنیو کښتیو کې د بند اوبو کې چکر وهي؛ خو د سیمې اوسېدونکي وایي، په دغو کښتیو کې د ژغورنې واسکټونه او د بېړنیو پېښو پر مهال د خلکو د ژغورلو نور اړین امکانات نشته.

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعDevelopment
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-27 07:23:27

خط زمانی

  1. Pajhwok

    د کندهار د دهلې بند اوبو کې یوه پلار له خپلو څلورو اولادونو سره ژوند له لاسه ورکړی

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-27 11:52:40

د کندهار د دهلې بند اوبو کې یوه پلار له خپلو څلورو اولادونو سره ژوند له لاسه ورکړی

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button