د هرات والي اسلامجار ویلي، په دغه ولایت کې د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند ترمنځ د ټاپي ګاز نللیکې د پروژې چارې به تر دوو میاشتو بشپړې او وروسته به د ترکمنستان د چارواکو لهخوا د هرات مقام ته وسپارل شي. د هرات د ولایت مطبوعاتي دفتر ویلي، چې د پروژې اړوندې چارې د ترکمنستان د مسئولینو لهخوا د بشپړېدو په حال کې دي. اسلامجار د هرات د صنعت او سوداګرۍ خونې د اداري ودانۍ د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، چې د پروژې د افغانستان اړوندې برخې به تر دوو میاشتو بشپړې شي. ټاپي د سیمې د انرژۍ له مهمو پروژو څخه ده چې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته لېږدوي. د افغانستان اړوند برخو بشپړېدل کولی شي د سیمې د هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او انرژۍ په برخو کې د همکاریو د پراختیا زمینه برابره کړي.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Parstoday
د هرات والي: د ټاپي پروژې چارې به تر دوو میاشتو بشپړې شي
سرچینې
External sources
د هرات والي: د ټاپي پروژې چارې به تر دوو میاشتو بشپړې شي