Summary: د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې د څه باندې ۶ میلیونه ۳۸۹ زره ۷۵۰ افغانیو په لګښت د یوې بندخونې د جوړولو چارې پیل شوې. د هلمند د بندخونو چارو د تنظیم رئیس مولوي بهاءالدین عاطف باختر اژانس ته وویل چې دغه پروژه د زندانونو چارو د تنظیم ریاست له لوري پلې کېږي او موخه یې د بندیانو لپاره د مناسبو اسانتیاوو برابرول او د بندخونو د وضعیت ښه کول دي.د نوموړي په وینا، یاده بند خونه په درېیو پوړونو کې جوړېږي، چې احاطوي دېوال، اووه لویې خونې، تشنابونه، پخلنځی او د اوبو ذخیره به هم ولري.د نوموړي په خبره، د یادې پروژې په بشپړېدو سره به د بند خونې امنیتي او کاري اسانتیاوې لا پیاوړې او د بندیانو د ساتنې لپاره به لازم شرایط برابر شي.د یادونې وړ ده، چې د هلمند ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې د زندانونو په ګډون د ورته بنسټیزو پروژو چارې پیل شوې او ځینې یې بشپړې شوې دي.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
هلمند؛ په نوزاد ولسوالۍ کې د یوې بندخونې د جوړولو چارې پیل شوې
سرچینې
Afghan sources
هلمند؛ په نوزاد ولسوالۍ کې د یوې بندخونې د جوړولو چارې پیل شوې