Summary: د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په کابل کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال ټینګار کړی، چې د هېواد د معاصر تاریخ او جهادي اثار دې مستند او د ځوان نسل افکار دې روښانه، جهادي اثار د راټولولو بهیر دې چټک، د مجاهدینو ژوند لیکونه، قربانۍ او مبارزې دې د قلم په ژبه انځور شي. ښاغلي متقي دغه څرګندونې د کابل ښار د دارالامان په ماڼۍ کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د جهادي اثارو د ساتنې عمومي ریاست له لوري د چاپ شویو پنځو کتابونو د مخکتنې او د جهادي اثارو د وېب پاڼې د پرانېستلو په مراسمو کې کړې دي.بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې د ځوانانو د زده کړو ترڅنګ باید د هغوی د وېښتابه هڅې چټکې شي، څو ځوان نسل د هېواد له تاریخي پېښو او تحولاتو سره لا ډېر اشنا شي.دغه راز غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو معین مهاجر فراهي وویل، چې د جهادي اثارو د ساتنې عمومي ریاست په نوښت به د میرویس خان نیکه له زمانې څخه تر اوسنۍ دورې پورې د باوري سرچینو په کارولو سره یو هر اړخیز کتاب چمتو شي.غونډه کې مسوولینو وویل، چې د جهادي او تاریخي اثارو ساتنه د ټولو ګډ مسوولیت دی او په وینا یې، دغه اثار د یوه ملت د تاریخ د ژوندي ساتلو وسیله ده.د یادونې وړ ده، چې په دغو اثارو کې بېلابېل موضوعات، لکه د مبارزې د ډګر تحلیل، د اسلامي امارت موخې، د فرهنګي سنګر اهمیت، د جهادي مبارزې هویت، د جهاد ډولونه، د دعا فضایل او د دوحې په تړون کې د اسلامي امارت تدبیرونه، شامل دي.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
د اسلامي امارت لوړ پوړو مسوولینو د جهادي اثارو راټولول د ټولو ګډ مسوولیت وباله
سرچینې
Afghan sources
د اسلامي امارت لوړ پوړو مسوولینو د جهادي اثارو راټولول د ټولو ګډ مسوولیت وباله