Developmentافغانستانپښتوجوزجان

جوزجان کې د نږدې ۴ میلیونه افغانیو په لګښت د یوې پروژې چارې… — Bakhtar

روان خبرDevelopmentجوزجان1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-27 12:27:53🎙 راډیو واورئ

Summary: د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان ښار کې د درېیمې ناحیې اړوند د یوه سړک د کانکرېټ کولو چارې پیل شوې دي. د شبرغان ښاروالۍ ویاند عبدالواسع صافي باختر اژانس ته وویل، چې دغه پروژه د شبرغان ښاروالۍ له پراختیايي بودیجې څخه د ۳ میلیونه ۹۴۲ زره افغانیو په لګښت پلې کېږي.نوموړي زیاته کړه، چې یاد سړک ۲۴۰ متره اوږدوالی، ۲۰ متره سور او ۲۰ سانتي‌متره ضخامت لري، چې د پلي‌لارو او پلچکونو رغول هم پکې شامل دي.د هغه په وینا، د دغې پروژې موخه د ښاري زیربناوو ښه والی، د ښاریانو د تګ راتګ اسانتیا، په اوړي کې د دوړو کمول او د بارانونو پر مهال د خټو او اوبو د ډنډونو د رامنځته کېدو مخنیوی دی.صافي د سیمې له اوسېدونکو وغوښتل، چې د یاد سړک په ساتنه او پالنه کې همکاري وکړي او د عامه شتمنیو له زیانمنېدو څخه مخنیوی وکړي.د شبرغان ښاروالۍ مسوولین وایي، چې په ښار کې د زیربنايي پروژو پلي کول د ښاري خدمتونو د ښه والي او د ښار د زیربناوو د پراختیا په موخه دوام لري.

لنډ معلومات

ځایجوزجان
موضوعDevelopment
سرچینې1
تازه شوی2026-08-27 12:27:53

مهالوېش

  1. Bakhtar

    جوزجان کې د نږدې ۴ میلیونه افغانیو په لګښت د یوې پروژې چارې پیل شوې

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-08-27 07:19:33

جوزجان کې د نږدې ۴ میلیونه افغانیو په لګښت د یوې پروژې چارې پیل شوې

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button