افغانستانامنیتپښتوهرات

د هرات والي د کوېټ (السایر)شرکت له اجرائیوي رئیس سره د پانګونې او… — Bakhtar

روان خبرSecurityهرات1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-27 12:27:56🎙 راډیو واورئ

Summary: د هرات والي شیخ مولانا اسلام‌جار د کوېټ (السایر)سوداګریز شرکت له اجرائیوي رئیس او مخکښ پانګه‌وال محمدناصر محمد السایر سره لیدلي او په هرات کې یې د سوداګرۍ او پانګونې پر فرصتونو خبرې کړې دي. د باختر اژانس د خبر له مخې؛ په دې لیدنه کې د هرات والي ویلي، چې په افغانستان کې د سراسري امنیت له ټینګښت سره د سوداګرۍ او پانګونې لپاره مناسب شرایط برابر شوي او د هرات ولایتي اداره د کورنیو او بهرنیو پانګه‌والو هرکلی او لازمې اسانتیاوې برابروي.نوموړي د هرات اقتصادي، صنعتي او تولیدي ظرفیتونه، په ځانګړي ډول د تازه او وچو مېوو سکټور، د پانګونې لپاره مهم بللی او ویلي یې دي چې د دغه ولایت تولیدات د کیفیت له امله د صادراتو د پراختیا ښه ظرفیت لري.په همدې حال کې، د (السایر) شرکت اجرائیوي رئیس محمدناصر محمد السایر په افغانستان کې له امنیتي وضعیت څخه خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي, چې هرات ته یې د سفر موخه د سوداګریزو بازارونو ارزونه، د اقتصادي او صنعتي ظرفیتونو پېژندنه او په بېلابېلو برخو کې د پانګونې د فرصتونو څېړل دي.

لنډ معلومات

ځایهرات
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-08-27 12:27:56

مهالوېش

  1. Bakhtar

    د هرات والي د کوېټ (السایر)شرکت له اجرائیوي رئیس سره د پانګونې او سوداګرۍ پر پراختیا خبرې کړې دي

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-08-27 07:15:18

د هرات والي د کوېټ (السایر)شرکت له اجرائیوي رئیس سره د پانګونې او سوداګرۍ پر پراختیا خبرې کړې دي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button