د عکس سرچینه، HO/AFP via Getty Images ټاکل شوې ده چې د ۲۰۲۸ کال د جون په میاشت کې خالد شیخ محمد، چې د امریکا حکومت یې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې ترهګریزو بریدونو له اصلي طراحانو ګڼي، د دغو بریدونو له څه باندې ۲۵ کلونو تېرېدو سره هممهاله محاکمه شي. یوې پوځي محکمې د چهارشنبې په ورځ پرېکړه وکړه چې د خالد شیخ محمد او درېیو نورو تورنو کسانو محاکمه به د ۲۰۲۸ کال د جون په ۵مه پیل شي. قاضي وویل، د څارنوالانو لخوا د ۲۰۲۷ کال وړاندیز شوې نېټه د قضیې د بشپړې څېړنې او قانوني بهیر لپاره ډېره ژر ده. خالد شیخ تورن دی چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې امریکا ضد بریدونه یې تنظیم کړي او مشري یې کړې. هغه بریدونه چې پکې برمته شوې الوتکې د امریکا د نړیوال سوداګریز مرکز او پنټاګون ودانیو سره ټکر شوې او نږدې ۳۰۰۰ کسان یې ووژل. خالد شیخ محمد تر دې وړاندې له څارنوالانو سره یوې معاملې ته رسېدلی و، چې له مخې به یې د خپلو جرمونو په منلو سره د اعدام له سزا ژغورل کېده. خو د امریکا یوې فدرالي استیناف محکمې تېر اوړی دغه توافق لغو کړ. خالد شیخ محمد په ۲۰۰۳ کال کې نیول شوی او د ۲۰۰۶ کال له سپټمبر راهیسې د ګوانتانامو په زندان کې ساتل کېږي….
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bbc
د سپټمبر۱۱ بریدونو د 'اصلي طراح' په توګه به د تورن خالد شیخ محمد محاکمه په ۲۰۲۸ کال کې پیل شي – BBC News پښتو
سرچینې
External sources
د سپټمبر۱۱ بریدونو د 'اصلي طراح' په توګه به د تورن خالد شیخ محمد محاکمه په ۲۰۲۸ کال کې پیل شي – BBC News پښتو