Summary: د افغانستان کرکټ بورډ د لوړو مهارتونو مرکز له لوري د بېلابېلو لنډمهاله تخنیکي کورسونو او روزنیزو ورکشاپونو لسګونو فارغانو ته د فراغت او مسلکي زدهکړو تصدیقپاڼې ورکړل شوې. د افغانستان کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، په دغو کسانو کې ۲۸ د دویمې درجې روزونکي، ۶۱ د لومړۍ درجې روزونکي، ۱۷ د لوبې ریفریان، ۴۸ لوبڅاران، ۲۱ فزیوتراپیستان، ۱۱ مساژران او ۵۹ نمرهشمېرونکي شامل دي. د افغانستان کرکټ بورډ د لوړو مهارتونو مرکز مشر دولت احمدزي وویل، چې روزونکي او تخنیکي کارکوونکي د لوبغاړو د روزنې په بهیر کې مهم رول لري او د هغوی د تخنیکي او تکتیکي وړتیاوو، فزیکي چمتووالي، سپورټي اخلاقو او مسلکي پرمختګ په برخه کې اساسي مسوولیت لري. نوموړي زیاته کړه، چې دغه روزنیز پروګرام یوازې د افغانستان کرکټ بورډ رسمي پرسونل ته ځانګړی نه و، بلکې د خصوصي سکټور لسګونو تخنیکي کارکوونکو هم پکې ګډون کړی و. د هغه په وینا، له دغو روزنیزو پروګرامونو څخه فارغ شوي کسان به د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د مسلکي کرکټ او ځوانو لوبغاړو د روزنې په برخه کې معیاري خدمتونه وړاندې کړي.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
د افغانستان کرکټ بورډ ۲۴۵ روزونکي او تخنیکي کارکوونکي وستایل
سرچینې
Afghan sources
د افغانستان کرکټ بورډ ۲۴۵ روزونکي او تخنیکي کارکوونکي وستایل