Healthافغانستانپښتوهلمند

هلمند کې یوې قابلې د کورني تاوتریخوالي له امله ځان‌وژنه کړې ده — Pajhwok

روان خبرHealthهلمند1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-28 04:08:28🎙 راډیو واورئ

لښکرګاه (پژواک، ۶ وږی ۱۴۰۵): د هلمند سیمه‌ییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت په سنګین ولسوالۍ کې یوې قابلې د کورني تاوتریخوالي له امله ځان‌وژنه کړې ده. د هلمند د ولایت مقام ویاند محمدقاسم ریاض پژواک ته وویل، دغه پېښه تېره ورځ (پنجشنبه) په سنګین ولسوالۍ کې شوې ده. هغه زياته کړه، یادې ښځې له خپل مېړه سره کورنۍ ستونزې لرلې او د هغه له لوري له تکراري ظلم، وهلو او ډبولو سره مخ وه او د زیات شمېر ګولیو له خوړلو وروسته يې ژوند له لاسه ورکړی دی. له دې مخکې ځینو رسنیو ادعا کړې وه چې ګواکې یادې روغتیايي کارکوونکې د یوې موسسې د ريیس له لوري له دندې د ګوښه کېدو له امله ځان‌وژنه کړې ده، خو ریاض دغه څرګندونې بې‌بنسټه وبللې. ده وویل چې یاده قابله له دندې نه وه منفکه شوې، بلکې د ځان‌وژنې لامل یې له خپل مېړه سره کورنۍ ستونزې او تکراري تاوتریخوالی و. هغه دغه‌راز زياته کړه، د دې ښځې مېړه د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوی او د قانوني اجرااتو لپاره به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

لنډ معلومات

ځایهلمند
موضوعHealth
سرچینې1
تازه شوی2026-08-28 04:08:28

مهالوېش

  1. Pajhwok

    هلمند کې یوې قابلې د کورني تاوتریخوالي له امله ځان‌وژنه کړې ده

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-28 08:37:29

هلمند کې یوې قابلې د کورني تاوتریخوالي له امله ځان‌وژنه کړې ده

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button