Kabulافغانستانامنیتپښتو

مجاهد: د افغانستان له خاورې نورو هېوادونو ته هيڅ ګواښ نشته — Pajhwok

روان خبرSecurityKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-28 11:23:06🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۶ وږی ۱۴۰۵): اسلامي امارت د افغانستان او تاجکستان د پولې د پیاوړتیا په اړه د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان د سرمنشي د څرګندونو په غبرګون کې ويلي چې امنیتي ځواکونه د هېواد پر پولو کنټرول لري او د افغانستان له خاورې نورو هېوادونو ته هيڅ ګواښ متوجه نه دی. د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان (CSTO) سرمنشي طلعت‌بیک مسادیکوف ویلي چې د افغانستان او تاجکستان د پولې د پیاوړتیا لپاره د اړتیا وړ وسلو او تجهیزاتو نوملړ نهایي شوی او ټاکل شوې چې لومړنۍ جوپه یې د روان کال په مني کې تاجکستان ته وسپارل شي. هغه ویلي چې د تاجکستان او افغانستان د پولې امنیت یوازې د تاجکستان لپاره نه، بلکې د دغه سازمان د ټولو غړو هېوادونو لپاره مهم دی. د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د نوموړي د څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې افغانستان څو ځله ټینګار کړی چې د افغانستان له خاورې هيڅ هېواد ته ګواښ نشته. هغه رسنیو ته ویلي چې امنیتي ځواکونو د افغانستان په خاوره کې ښه امنیت ټینګ کړی او په سرحدونو کې هم ټولو ستونزو ته متوجه دي. مجاهد زیاته کړې: «دا اندېښنې چې تل اورېدل کېږي، زموږ په نظر تر ډېره حقیقت نه لري؛ کېدای شي د ځینو مغرضو هېوادونو استخباراتي کړۍ د افغانستان او ګاونډیو ترمنځ د تاوتریخوالي د رامنځته کولو لپاره ځیني ناسم او غلط…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-08-28 11:23:06

مهالوېش

  1. Pajhwok

    مجاهد: د افغانستان له خاورې نورو هېوادونو ته هيڅ ګواښ نشته

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-28 15:52:30

مجاهد: د افغانستان له خاورې نورو هېوادونو ته هيڅ ګواښ نشته

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button