Healthافغانستانپښتو

تېره میاشت؛ له ۱۳۸۷ درملتونونو او د خوراکي توکو له مرکزونو څخه نظارت… — Bakhtar

روان خبرHealth1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-28 12:32:40🎙 راډیو واورئ

Summary: د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتيا وزارت وايي چې با کیفیته خوړو او درملو ته د هېوادوالو د لاسرسي په موخه؛ د تېرې يوې مياشتې په بهير کې له ۱۳۸۷ درملتونونو او د خوراکي توکو له مرکزونو څخه نظارت شوی دی. د ياد وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي: "په تېره یوه میاشت کې له ۱۳۸۷ درملتونونو، د خوراکي توکو له مرکزونو، د سنتي طبابت له مرکزونو او د درملو له تبیلغاتي مرکزونو څخه نظارت ترسره شوی دی." په ياده موده کې همدا رنګه شاوخوا ۲۶ ټنه بې‌کیفیته او تاریخ تېره درمل له منځه وړل شوي دي. هېره دې نه وي چې د تېرې مياشتې په بهير کې د خوړو او درملو په لابراتوار کې د ۳۰۰۰ درملیزو، غذایي توکو او اوبو نمونې هم معاینه شوې دي.

لنډ معلومات

موضوعHealth
سرچینې1
تازه شوی2026-08-28 12:32:40

مهالوېش

  1. Bakhtar

    تېره میاشت؛ له ۱۳۸۷ درملتونونو او د خوراکي توکو له مرکزونو څخه نظارت شوی دی

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-08-28 05:48:17

تېره میاشت؛ له ۱۳۸۷ درملتونونو او د خوراکي توکو له مرکزونو څخه نظارت شوی دی

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button