سکاینیوز راپور ورکړی چې د نړیوالو مرستو کمېدو او د طالبانو انزوا تر ټولو ډېر پر ښځو او ماشومانو اغېز کړی دی. راپور وايي، د کابل په اندرا ګاندي روغتون کې هره ورځ تر شپږو پورې ماشومان خپل ژوند له لاسه ورکوي. افغان ایواک او هایاس د امریکا په کچه دغه نظرپوښتنه د لیک ریسرچ پارټنرز او ټیرنس ګروپ له خوا په ګډه ترسره کړې ده چې پایلې ښيي له امریکايي ځواکونو سره د افغانانو او د هغوی د کورنیو د ساتنې لپاره پراخ دوه ګوندي ملاتړ شته او کله چې ګډونوال د دغو افغانانو د خدمتونو په اړه معلومات ترلاسه کوي، د هغوی ملاتړ په څرګند ډول زیاتېږي. دا پایلې په داسې وخت کې خپرېږي چې امریکا ته د افغانانو د داخلېدو لارې د یوې مودې لپاره تړل شوې دي. د هایاس مشره او اجرایوي رییسه بېت اوپن هایم وايي، د هرې شمېرې تر شا یوه کورنۍ ده چې راتلونکې یې د یوې نه پوره شوې امریکايي ژمنې له امله ځنډېدلې ده. نوموړې وايي، ځینو کسانو کلونه انتظار کړی او ځینې د امریکايي وګړو او پوځي خدمت کوونکو کورنۍ، مېرمنې یا ماشومان دي. د هغې په وینا، امریکایي خلک خنډ نه دي، بلکې د حکومت بې غوري خنډ ده او واشنګټن باید خپل اقدام وکړي. د افغان ایواک مشر او بنسټګر او د امریکا د سمندري ځواکونو پخوانی سرتېری…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
د کابل په اندراګاندي روغتون کې هره ورځ تر شپږو ماشومان مري
سرچینې
Afghan sources
د کابل په اندراګاندي روغتون کې هره ورځ تر شپږو ماشومان مري