EnglishHealthافغانستانپروان

پروان کې ۲۵۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرېږي — Bakhtar

DevelopingHealthپروان1 SourcesUpdated: 2026-08-29 00:37:07🎙 Listen to radio

Summary: د پروان ولایت د جبل‌السراج ولسوالۍ په منارې کلي کې د یوه کلینیک او د سیمې اوسېدونکو لپاره د اوبو رسولو یوې شبکې د جوړولو چارې پیل شوې. د پروان د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست باختر اژانس ته وویل چې دغه پروژه د یونیسف ادارې له لوري د ۶ میلیونه ۴۶۰ زره افغانیو په لګښت پلي کېږي. ویل شوي، چې په یاده پروژه کې د څه باندې ۵ زره ۳۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبو رسولو شبکې جوړول، د ۱۴۰ مترو په ژوروالي د یوې څاه کیندل، د ۱۴ سولري تختو نصب او د ۱۵۰ شیردانونو جوړول شامل دي. د یادونې وړ ده چې د دغې پروژې په بشپړېدو سره به د منارې کلي ۲۵۰ کورنۍ او د سیمې کلینیک د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړي.

Quick facts

Locationپروان
TopicHealth
Sources1
Updated2026-08-29 00:37:07

Timeline

  1. Bakhtar

    پروان کې ۲۵۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرېږي

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-08-28 13:11:39

پروان کې ۲۵۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرېږي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button