Englishافغانستانامنیت

نړیوال کارپوهان باؤري دي،د افغانستان نسبي ارامښت د امریکا د۲۰ کلني جنګ منطق ترپوښتنې لاندې راوست

DevelopingSecurity1 SourcesUpdated: 2026-08-29 03:05:29🎙 Listen to radio

یو شمېر کارپوهان باور لري چې له افغانستانه د امریکائي عسکرو له وتلو وروسته نسبي ارامښت ، په دغه هېواد کې د واشنګټن د ۲۰ کلنې جګړې منطق له جدي ننګونې سره مخ کړی دی. د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، د امریکا پخواني ډیپلوماټ لورل میلر او د بحرانونو د نړیوالې ډلې پخواني شنونکي ګریم سمیت د «امریکا له وتلو وروسته افغانستان» په نوم د «فارن افئرز» مجلې په پوډکاسټ کې ویلي چې له افغانستان څخه د امریکايي عسکرو له وتلو وروسته نسبي ارامښت په دغه هېواد کې د واشنګټن د ۲۰ کلنې جګړې منطق تر پوښتنې لاندې راوستی دی. دوي ټینګار وکړ چې په ۲۰۲۱ کال کې د جهادي ډلو د جګړو د پراخېدو، د منځنۍ اسیا د بې‌ثباتۍ او اروپا ته د افغانانو د پراخې کډوالۍ په اړه ډېری وړاندویَنې عملي شوې نه دي. سمیت وویل: دغه وضعیت د لویدیځ هغه استدلال ننګوي چې ګواکې په افغانستان کې له وسله‌والو ډلو سره جګړه د دې لپاره اړینه وه چې پر لویدیځو هېوادونو د بریدونو مخه ونیول شي، خو داسې دلیل او څرګند مثال نه دی ترلاسه شوی. لورل میلر هم وویل: امریکا په تېرو دوو لسیزو کې په افغانستان کې پراخ بشري او مالي سرچینې خرڅ کړې، خو د دوي د ځواکونو له وتلو وروسته دغه هېواد په چټکۍ سره د واشنګټن د بهرني سیاست…

Quick facts

TopicSecurity
Sources1
Updated2026-08-29 03:05:29

Timeline

  1. Parstoday

    نړیوال کارپوهان باؤري دي،د افغانستان نسبي ارامښت د امریکا د۲۰ کلني جنګ منطق ترپوښتنې لاندې راوست

Sources

External sources

ParstodayPS
2026-08-29 03:00:22

نړیوال کارپوهان باؤري دي،د افغانستان نسبي ارامښت د امریکا د۲۰ کلني جنګ منطق ترپوښتنې لاندې راوست

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button