Kabulافغانستانامنیتدری

نیپال کې د سېلابونو د مړو شمېر ۵۷۹ ته ورسېد، نږدې دوه زره… — Pajhwok

در حال تکمیلSecurityKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-29 04:37:07🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۷ وږی ۱۴۰۵): د تېرې چهارشنبې د ناڅاپي سېلابونو له امله په نیپال کې د مړو شمېر ۵۷۹ کسانو ته لوړ شوی او ۱،۹۲۴ نور لا هم بې‌درکه دي؛ د چین په تبت سیمه کې هم پنځه کسان مړه او ۵۵۸ نور بې‌درکه دي. دغه ناڅاپي سېلابونه تېره چهارشنبې د وږي په ۴مه، د نیپال او چین ترمنځ د همالیا په سرحدي سیمه کې راغلي وو او پراخ ځاني او مالي زیانونه یې اړولي دي. اسوشیټېډ پرېس (AP) راپور ورکړی چې د ژغورنې ډلې د جمعې په ورځ هم په هغو سیمو کې د خټو او ویجاړیو ترمنځ د لټون او ژغورنې پر عملیاتو بوختې وې چې یادو سېلابونو سختې ځپلې دي. د نیپال د طبیعي پېښو د خطر د کمولو او مدیریت ملي ادارې ویلي، په دغه هېواد کې د مړو شمېر ۵۷۹ ته لوړ شوی او د بې‌درکه کسانو شمېر ۱،۹۲۴ ته رسېدلی دی. د معلوماتو له مخې، په بې‌درکه کسانو کې ۵۱۷ بهرني وګړي هم شامل دي. د نیپال چارواکي وایي، تر اوسه له ۳،۷۰۰ ډېر کسان ژغورل شوي او ۱۴،۸۲۹ امنیتي کسان د لټون او ژغورنې په عملیاتو کې برخه لري. بلخوا، د چین دولتي ټلوېزیون «CCTV» ویلي چې د چین په تبت سیمه کې، چې له نیپال سره ګډه پوله لري، د سېلابونو له امله پنځه کسان مړه او ۵۵۸ نور بې‌درکه دي….

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-29 04:37:07

خط زمانی

  1. Pajhwok

    نیپال کې د سېلابونو د مړو شمېر ۵۷۹ ته ورسېد، نږدې دوه زره کسان بې‌درکه دي

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-29 09:05:52

نیپال کې د سېلابونو د مړو شمېر ۵۷۹ ته ورسېد، نږدې دوه زره کسان بې‌درکه دي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button