کابل (پژواک، ۷ وږی ۱۴۰۵): د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، هېواد یې له وینزویلا سره داسې تړون ته رسېدلی چې که عملي شي، واشنګټن ته به د دغه هېواد ۶۵ میلیارد بېرله د تېلو زېرمو ته د لاسرسي او د هغو د استخراج په برخه کې د پام وړ ونډې زمینه برابره کړي. اسوشیټېډ پرېس راپور ورکړی چې ټرمپ د جمعې په ورځ په ټولنیزو شبکو کې په یوه پیغام کې ویلي، دغه تړون د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، د دفاع وزیر پیت هېګسېت او د وینزویلا د موقتې ولسمشرې دلسي رودریګز په ګډون وروستی شوی دی. ټرمپ دغه تړون «د نړۍ په تاریخ کې د تېلو تر ټولو لوی تړون» بللی. د وینزویلا حکومت هم په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغه تړون د تېلو د ۱۷ ساحو پراختیا رانغاړي چې تثبیت شوې زېرمې یې ۶۵ میلیارد بېرله دي. د اعلامیې له مخې، تمه ده چې دغه تړون د وینزویلا د تېلو صنعت ته شاوخوا ۱۰۰ میلیارد ډالره پانګونه جذب کړي او د دغه هېواد حکومت ته له ۲۰۹ میلیارد ډالرو ډېر مالیاتي عواید برابر کړي. دلسي رودریګز هم په ټلېګرام کې په یوه پیغام کې ویلي چې دغه تړون به «د هېواد پر بیا راژوندي کېدو د پام وړ اغېز ولري.» دغه چارواکي چې د نوم نه ښودلو په شرط یې خبرې کړي، زیاته…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Pajhwok
نیویارک ته د مادورو له لېږد اته میاشتې وروسته د امریکا او وینزویلا د تېلو لوی تړون
منابع
Afghan sources
نیویارک ته د مادورو له لېږد اته میاشتې وروسته د امریکا او وینزویلا د تېلو لوی تړون