DiplomacyEnglishKabulافغانستان

محکمې په بلخ کې لس زره جریبه ځمکه امارتي تثبیت کړه — Pajhwok

DevelopingDiplomacyKabul1 SourcesUpdated: 2026-08-29 10:07:12🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۶ وږی ۱۴۰۵): د عدلیې وزارت وایي، د شمال زون د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسېدنې اختصاصي محکمې، د بلخ ولایت د نهرشاهي ولسوالۍ په مومن‌اباد سیمه کې لس زره جریبه ځمکه امارتي تثبیت کړې ده. د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون له دې وړاندې د دې ځمکې موضوع څېړلې وه او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد قانون د ۱۷ مادې له مخې یې دوسیه یاده محکمې ته سپارلې وه. سرچینه زیاتوي، یادې اختصاصي محکمې د متصرفینو او کمېسیون د اسنادو او مدارکو، املاکي دفاترو له دقیقې څېړنې او له اړوندو ادارو څخه د معلوماتو له اخیستو وروسته پرېکړه وکړه چې دغه ټوله ځمکه امارتي ملکیت دی. خبرپاڼه کې راغلي، د یادې شوې محکمې د پرېکړې پر بنسټ، متصرفین باید دغه ځمکه د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون ته وسپاري.

Quick facts

LocationKabul
TopicDiplomacy
Sources1
Updated2026-08-29 10:07:12

Timeline

  1. Pajhwok

    محکمې په بلخ کې لس زره جریبه ځمکه امارتي تثبیت کړه

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-29 14:34:16

محکمې په بلخ کې لس زره جریبه ځمکه امارتي تثبیت کړه

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button